له کله چې تېر کال اوړی طالبان په افغانستان کې بیا واک ته ورسېدل، پر شیعه مذهبو او هزارهګانو باندې لږ تر لږه ۷ خونړي او لوی بریدونه شوي. د دغو اکثره بریدونو پړه د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې منلې، خو شته داسې بریدونه چې مسؤلیتیې هېڅ چا هم نهدی اخیستی.